Taleemul Quran Radio

MQB Apps
Feb 25, 2017
  • 1.8 MB

    Tamanho do arquivo

  • Android 4.0+

    Android OS

Sobre este Taleemul Quran Radio

تعلیم القرآن راډیو - Rádio Taleemul Alcorão

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لاهله والصلاة علی اهلها;

وبعد;

پتمنو او عزتمنو اورېدونکو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته;

 د تعلیم القرآن اسلامي راډیو ستر اهداف د دیني پوهي خپرول او د حق و لاري ته دعوت دي. تعلیم القرآن راډیو هیڅ ګوند او هیڅ غورځنګ ته منسوبه ​​نه ده او نه هم نا ولسي خدمت بلکي صرف د ولس لپاره دیني او اجتماعي خدمت کوي.

درنو اورېدونکو! تعلیم القرآن راډیو د حمادیه مدرسې د خدماتو د څانګو یوه نوې تعلیمي او تربیوي څانګه ده. حمادیه اسلامیه مدرسه چي په 1390 هجري لمریز کال د جید او هڅاند عالم مولوي عبدالهادي حماد المفتي حفظه الله له لوري تاسیس سوې ده, د خپلو هیوادوالو لپاره د نشر و اشاعت, تعلیم و وتربیه او د دعوت په لاره کي خدمات لري.

 د حمادیه اسلامیه مدرسې د خدماتو لاندي څانګي د یادوني وړ دي:

د دیني زده کړو لپاره صنفواره او حلقوي درسونه:

دارالافتاء یعني د خلکو د دیني پوښتنو د جوابونو څانګه, چي د مسلمانو وروڼو او خوندیو د دیني پوهي د زياتېدو لپاره د دوی دیني پوښتني د حنفي مذهب په رڼا کي جوابوي.

د تالیف او ترجمې څانګه, چي د مسلمانو وروڼو او خوندیو د علمي سویې لوړولو لپاره ډول ډول تالیفات, تصنیفات او ژباړي په ښه کیفیت چاپ او ټولني ته وړاندي کوي.

نداء القرآن مجله, چي دیني او ټولنیز خدمات پکښي وړاندي کیږي.

د مدرسې ویب سایټ: د حمادیه اسلامي مدرسې په ویب سایټ کي کتابتون, دارالافتاء, ږغیږ درسونو, په ږغیږ او لیکنیږ ډول د قرآنکریم ترجمه, د احادیثو درس, مقالې او داسي نور خپریږي.

تعلیم القرآن راډیو په 1394 هجري لمریز کال, د قندهار د جیدو علماوو او د مدرسو د مسؤلینو او زده کوونکو په غوښتنه, د حمادیه اسلامي مدرسې د مؤسس په هڅو او زیار سره تاسیس سوه. د نوموړي راډیو د څپو څخه دعامو خلکو د پوهاوي لپاره د حنفي مذهب په رڼا کي نشرات خپریږي.

درنو اورېدونکو! تعلیم القرآن راډیو به ستاسو زړونه په اسلامي پوهي روښانه کوي. ستاسو تږي زړونه به د علمي او ديني سمندر په خوږو اوبو خړوبوي. تعلیم القرآن راډیو به د دین په لاره کي ستاسو د دیني میني همتونه لوړ ساتي او تاسي به د دین په لاره کي د یوه خوشاله ژوند لوري ته سوقوي.

تعلیم القرآن راډیو د نورو اسلامي راډیو ګانو هڅي ستایي, وجود یې د ځان تائید بولي او د کړو خدماتو بدله یې د عظیم رب جل جلاله څخه ورته غواړي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

Mostrar maisMostre menos

Novidades em 1.2 mais recente

Last updated on 2017-02-25
1. Fixed radio automatically restart and stop problem and bugs (23.07.2016)

Informações sobre Taleemul Quran Radio APK

Última Versão
1.2
Android OS
Android 4.0+
Tamanho do arquivo
1.8 MB
Desenvolvedor
MQB Apps
Downloads seguros e rápidos de APK no APKPure
O APKPure usa verificação de assinatura para garantir downloads de APK Taleemul Quran Radio sem vírus para você.

Versões Antigas de Taleemul Quran Radio

Baixar de Forma Rápida e Segura via APKPure App

Um clique para instalar arquivos XAPK/APK no Android!

Baixar APKPure