انګلیسي ګرامر او  محاوره

انګلیسي ګرامر او محاوره

Yasir Lodin
22/09/2021
  • 9.7 MB

    Tamaño de archivo

  • Android 4.1+

    Android OS

Acerca del انګلیسي ګرامر او محاوره

دروېـش انگلـسـي گـرامـر

الحمدلله رب العلمين، والصلواة و السلام علی امام الهدة المرسلين، و علي آله و اصحابه الذين أنا روا الدنيا بنور الدين و علي من تبعهم باحسان و نشـر الهدی الی يوم الدين اجمعين.

له لوی توانا خدای(ج) څخه ډېر شکر ګـزار يم چې ماته يـي بيا هـم د دې کتاب ليکلـو تـوانايي راوبښـله.

ژبه د پوهېدنې او پوهونې يوه وسېله ده دا چې الله(ج) ادم (ع) له خاورې څخه جوړ کړ او وروسته يې سـاه ور دننه کړه کله چې په ادم (ع) کې روح پيدا شوه او انسان ترېنه جوړ شو نو الله (ج) زر کسبه د هغـوی له نومونو سره ور وښودل، نو ويلی شو چې ژبه د انسان له پيدايښت سره سمه پيدا شوې ده؛ له بلې خوا انګلـيسي هغه نړيواله ژبه ده چې په اوسنۍ او عصري نړۍ کې ډېره زياته اړتيا ورته لېدل کېـږي، نو زما هـم دا يوه ارزو وه، چې د انګليسي ژبې ګرامر به د خپلې خوږې پښتو ژبې له ژباړې سره ليکم ځکه زموږ په ټولنه کې يو تعداد پښـتانه وروڼه او خوېندې له يو لړ ستونزو سره مخ دي نو د دې کتاب سره به ان شاء الله د ډېـرو وروڼو او خوېندو ستونزه هـواره شي. لکه څنګه چې انګلـيسي يوه نړيواله او علمي ژبه ده نو بايد په زده کړه کې ورڅخه ناوړه ګټه وانه خېستل شي.

زموږ ګران هېواد له څه باندې تېرو درې لسيـزو راهـيسي د اور په لمبو کې سوځېدلـی، وران شوی، د ښـوونـې او روزنې کچه پکې ډېـره ټيټه ده نو د دې دردېدلی هېـواد جوړونکې او کونډو يتيمانو د اوښکو پاکوونکي به همدا ځوان تحصيل يافته نسل وی، هرڅومره چې ښوونه او روزنه پرمختګ کوي په همدې ډول مو هېواد هم د پرمختګ په لوری راونيږی او د پرديو څخه به په امن، بې احتياجه او سوکالی کې ژوند کوی؛ پښتو متل دی چې(پردی کټ تر نېمو شپو وي) پردی هېڅ وخت نشي خپل کېدای، نه به خپل شی، او نه به پرمختګ راته راوړی ترڅو چې مو پخپله مټه خپل هېواد نه وی پياوړی کړی او په پوره صداقت او سپـېڅلې احساس مـو کار نه وي ورته کـړی.

له بلي خوا اوس محال زموږ په ټولنه کې تهذیب ډېر تنزیل کړی دی، چې د دې عمده عوامل د پرديو تقليدونه دي او د دې ناوړه ارمغان راوړل هم د پرديو هدف او کار دی چې دا تقليدونه زموږ د ځوانو نسلونو په فکرونو، عقيدو، اخلاقو او ښوونه او روزنه باندي ډېر ناوړه او بده اغېزه کړې ده؛ دا يو داسي ويروس دی چې زموږ د ټولنې ډېر کسان پرې اخته دي نو له دې سره مبارزه او د دې مخنيوی هم د تحصیل يافته او مفکرو افرادو په واسطه کېدای شي.

لکه څنګه چې دا کتاب ما له مختلفـو ګرامري کتابونو څخه راټول کړی او پخپله مـې ډېـزاين کړی، کمپيوټرايزډ کړی او تأليف کړی نو که چېري د ويونکي په نظر کومه نېمګړتيا ورغله لومړی به بخښنه راته کوي او وروسته به حتماً ما ته د برښناليک يا د ټيليفون په ذريعه احوال راکوي ترڅـو په راتلوونکي چاپ کې اصلاح شي او دا به يې په ما تل پاتې او نه هېرېدونکي لطف او احسان وي.

په درناوي

انجنير خليل احمد« دروېش»

Mostrar más

Novedades más recientes 1.1

Last updated on 22/09/2021
Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!
Mostrar más

Vídeos y capturas de pantalla

  • انګلیسي ګرامر او محاوره para Trailer oficial Android
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره captura de pantalla 1
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره captura de pantalla 2
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره captura de pantalla 3
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره captura de pantalla 4
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره captura de pantalla 5
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره captura de pantalla 6
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره captura de pantalla 7

Información de انګلیسي ګرامر او محاوره APK

Última Versión
1.1
Categoría
Educación
Android OS
Android 4.1+
Tamaño de archivo
9.7 MB
Desarrollador
Yasir Lodin
Descargas seguras y rápidas de APK en APKPure
APKPure utiliza verificación de firmas para garantizar descargas de انګلیسي ګرامر او محاوره APK libres de virus para ti.

Versiones Antiguas de انګلیسي ګرامر او محاوره

APKPure icono

Descarga rápida y segura a través de APKPure App

¡Un clic para instalar archivos XAPK/APK en Android!

Descargar APKPure
thank icon
We use cookies and other technologies on this website to enhance your user experience.
By clicking any link on this page you are giving your consent to our Privacy Policy and Cookies Policy.
Learn More about Policies