انګلیسي ګرامر او  محاوره

انګلیسي ګرامر او محاوره

Yasir Lodin
Sep 22, 2021
  • 9.7 MB

    Saiz Fail

  • Android 4.1+

    Android OS

Mengenai انګلیسي ګرامر او محاوره

دروېـش انگلـسـي گـرامـر

الحمدلله رب العلمين، والصلواة و السلام علی امام الهدة المرسلين، و علي آله و اصحابه الذين أنا روا الدنيا بنور الدين و علي من تبعهم باحسان و نشـر الهدی الی يوم الدين اجمعين.

له لوی توانا خدای(ج) څخه ډېر شکر ګـزار يم چې ماته يـي بيا هـم د دې کتاب ليکلـو تـوانايي راوبښـله.

ژبه د پوهېدنې او پوهونې يوه وسېله ده دا چې الله(ج) ادم (ع) له خاورې څخه جوړ کړ او وروسته يې سـاه ور دننه کړه کله چې په ادم (ع) کې روح پيدا شوه او انسان ترېنه جوړ شو نو الله (ج) زر کسبه د هغـوی له نومونو سره ور وښودل، نو ويلی شو چې ژبه د انسان له پيدايښت سره سمه پيدا شوې ده؛ له بلې خوا انګلـيسي هغه نړيواله ژبه ده چې په اوسنۍ او عصري نړۍ کې ډېره زياته اړتيا ورته لېدل کېـږي، نو زما هـم دا يوه ارزو وه، چې د انګليسي ژبې ګرامر به د خپلې خوږې پښتو ژبې له ژباړې سره ليکم ځکه زموږ په ټولنه کې يو تعداد پښـتانه وروڼه او خوېندې له يو لړ ستونزو سره مخ دي نو د دې کتاب سره به ان شاء الله د ډېـرو وروڼو او خوېندو ستونزه هـواره شي. لکه څنګه چې انګلـيسي يوه نړيواله او علمي ژبه ده نو بايد په زده کړه کې ورڅخه ناوړه ګټه وانه خېستل شي.

زموږ ګران هېواد له څه باندې تېرو درې لسيـزو راهـيسي د اور په لمبو کې سوځېدلـی، وران شوی، د ښـوونـې او روزنې کچه پکې ډېـره ټيټه ده نو د دې دردېدلی هېـواد جوړونکې او کونډو يتيمانو د اوښکو پاکوونکي به همدا ځوان تحصيل يافته نسل وی، هرڅومره چې ښوونه او روزنه پرمختګ کوي په همدې ډول مو هېواد هم د پرمختګ په لوری راونيږی او د پرديو څخه به په امن، بې احتياجه او سوکالی کې ژوند کوی؛ پښتو متل دی چې(پردی کټ تر نېمو شپو وي) پردی هېڅ وخت نشي خپل کېدای، نه به خپل شی، او نه به پرمختګ راته راوړی ترڅو چې مو پخپله مټه خپل هېواد نه وی پياوړی کړی او په پوره صداقت او سپـېڅلې احساس مـو کار نه وي ورته کـړی.

له بلي خوا اوس محال زموږ په ټولنه کې تهذیب ډېر تنزیل کړی دی، چې د دې عمده عوامل د پرديو تقليدونه دي او د دې ناوړه ارمغان راوړل هم د پرديو هدف او کار دی چې دا تقليدونه زموږ د ځوانو نسلونو په فکرونو، عقيدو، اخلاقو او ښوونه او روزنه باندي ډېر ناوړه او بده اغېزه کړې ده؛ دا يو داسي ويروس دی چې زموږ د ټولنې ډېر کسان پرې اخته دي نو له دې سره مبارزه او د دې مخنيوی هم د تحصیل يافته او مفکرو افرادو په واسطه کېدای شي.

لکه څنګه چې دا کتاب ما له مختلفـو ګرامري کتابونو څخه راټول کړی او پخپله مـې ډېـزاين کړی، کمپيوټرايزډ کړی او تأليف کړی نو که چېري د ويونکي په نظر کومه نېمګړتيا ورغله لومړی به بخښنه راته کوي او وروسته به حتماً ما ته د برښناليک يا د ټيليفون په ذريعه احوال راکوي ترڅـو په راتلوونکي چاپ کې اصلاح شي او دا به يې په ما تل پاتې او نه هېرېدونکي لطف او احسان وي.

په درناوي

انجنير خليل احمد« دروېش»

Tunjukkan Lagi

What's new in the latest 1.1

Last updated on Sep 22, 2021
Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!
Tunjukkan Lagi

Video dan tangkapan skrin

  • انګلیسي ګرامر او محاوره untuk Treler rasmi Android
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره syot layar 1
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره syot layar 2
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره syot layar 3
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره syot layar 4
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره syot layar 5
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره syot layar 6
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره syot layar 7

Versi lama انګلیسي ګرامر او محاوره

APKPure ikon

Muat Turun Super Pantas dan Selamat melalui Apl APKPure

Satu klik untuk memasang fail XAPK/APK pada Android!

Muat Turun APKPure
thank icon
Kami gunakan kuki dan teknologi yang lain pada laman web ini untuk menambah baik pengalaman anda.
Dengan klik mana-mana pautan pada halaman ini, anda bersetuju dengan Dasar Privasi dan Dasar Kuki kami.
Baca Yang Selanjutnya