انګلیسي ګرامر او  محاوره

انګلیسي ګرامر او محاوره

Yasir Lodin
2021年09月22日
  • 9.7 MB

    文件大小

  • Android 4.1+

    Android OS

關於انګلیسي ګرامر او محاوره

دروېـش انگلـسـي گـرامـر

الحمدلله رب العلمين، والصلواة و السلام علی امام الهدة المرسلين، و علي آله و اصحابه الذين أنا روا الدنيا بنور الدين و علي من تبعهم باحسان و نشـر الهدی الی يوم الدين اجمعين.

له لوی توانا خدای(ج) څخه ډېر شکر ګـزار يم چې ماته يـي بيا هـم د دې کتاب ليکلـو تـوانايي راوبښـله.

ژبه د پوهېدنې او پوهونې يوه وسېله ده دا چې الله(ج) ادم (ع) له خاورې څخه جوړ کړ او وروسته يې سـاه ور دننه کړه کله چې په ادم (ع) کې روح پيدا شوه او انسان ترېنه جوړ شو نو الله (ج) زر کسبه د هغـوی له نومونو سره ور وښودل، نو ويلی شو چې ژبه د انسان له پيدايښت سره سمه پيدا شوې ده؛ له بلې خوا انګلـيسي هغه نړيواله ژبه ده چې په اوسنۍ او عصري نړۍ کې ډېره زياته اړتيا ورته لېدل کېـږي، نو زما هـم دا يوه ارزو وه، چې د انګليسي ژبې ګرامر به د خپلې خوږې پښتو ژبې له ژباړې سره ليکم ځکه زموږ په ټولنه کې يو تعداد پښـتانه وروڼه او خوېندې له يو لړ ستونزو سره مخ دي نو د دې کتاب سره به ان شاء الله د ډېـرو وروڼو او خوېندو ستونزه هـواره شي. لکه څنګه چې انګلـيسي يوه نړيواله او علمي ژبه ده نو بايد په زده کړه کې ورڅخه ناوړه ګټه وانه خېستل شي.

زموږ ګران هېواد له څه باندې تېرو درې لسيـزو راهـيسي د اور په لمبو کې سوځېدلـی، وران شوی، د ښـوونـې او روزنې کچه پکې ډېـره ټيټه ده نو د دې دردېدلی هېـواد جوړونکې او کونډو يتيمانو د اوښکو پاکوونکي به همدا ځوان تحصيل يافته نسل وی، هرڅومره چې ښوونه او روزنه پرمختګ کوي په همدې ډول مو هېواد هم د پرمختګ په لوری راونيږی او د پرديو څخه به په امن، بې احتياجه او سوکالی کې ژوند کوی؛ پښتو متل دی چې(پردی کټ تر نېمو شپو وي) پردی هېڅ وخت نشي خپل کېدای، نه به خپل شی، او نه به پرمختګ راته راوړی ترڅو چې مو پخپله مټه خپل هېواد نه وی پياوړی کړی او په پوره صداقت او سپـېڅلې احساس مـو کار نه وي ورته کـړی.

له بلي خوا اوس محال زموږ په ټولنه کې تهذیب ډېر تنزیل کړی دی، چې د دې عمده عوامل د پرديو تقليدونه دي او د دې ناوړه ارمغان راوړل هم د پرديو هدف او کار دی چې دا تقليدونه زموږ د ځوانو نسلونو په فکرونو، عقيدو، اخلاقو او ښوونه او روزنه باندي ډېر ناوړه او بده اغېزه کړې ده؛ دا يو داسي ويروس دی چې زموږ د ټولنې ډېر کسان پرې اخته دي نو له دې سره مبارزه او د دې مخنيوی هم د تحصیل يافته او مفکرو افرادو په واسطه کېدای شي.

لکه څنګه چې دا کتاب ما له مختلفـو ګرامري کتابونو څخه راټول کړی او پخپله مـې ډېـزاين کړی، کمپيوټرايزډ کړی او تأليف کړی نو که چېري د ويونکي په نظر کومه نېمګړتيا ورغله لومړی به بخښنه راته کوي او وروسته به حتماً ما ته د برښناليک يا د ټيليفون په ذريعه احوال راکوي ترڅـو په راتلوونکي چاپ کې اصلاح شي او دا به يې په ما تل پاتې او نه هېرېدونکي لطف او احسان وي.

په درناوي

انجنير خليل احمد« دروېش»

更多

最新版本1.1的更新日誌

Last updated on 2021年09月22日
Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!
更多

視頻和屏幕截圖

  • Android 版預告片
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره 截圖 1
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره 截圖 2
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره 截圖 3
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره 截圖 4
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره 截圖 5
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره 截圖 6
  • انګلیسي ګرامر او  محاوره 截圖 7

انګلیسي ګرامر او محاوره APK信息

最新版本
1.1
類別
教育
Android OS
Android 4.1+
文件大小
9.7 MB
開發者
Yasir Lodin
在APKPure安全快速地下載APK
APKPure 使用簽章驗證功能,確保為您提供無病毒的 انګلیسي ګرامر او محاوره APK 下載。

انګلیسي ګرامر او محاوره歷史版本

APKPure 圖標

在APKPure極速安全下載應用程式

一鍵安裝安卓XAPK/APK文件!

下載 APKPure
thank icon
We use cookies and other technologies on this website to enhance your user experience.
By clicking any link on this page you are giving your consent to our Privacy Policy and Cookies Policy.
Learn More about Policies